وسله والو طالبانو د افغانستان جګړې په اړه د یو شمیر کورنیو او نړیوالو دیني عالمانو د وروستیو فتواګانو پر وړاندې غبرګون وښود.
طالبان دغه دیني عالمان چې د افغانستان جګړه یې ناروا بللې، له مسایلو نا خبره خلک بللي دي.
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی جهاد ‘سوچه اسلامي نظام’ تر جوړیدو پورې دوام لري او هیڅوک یې پر وړاندې خنډ نشي جوړولی.
په اعلامیه کې راغلي: “که کوم علما د روان جهاد په مشروعیت کې شک لري یا دقیق معلومات ورته نه وي، نو له لرې دې باطلې فتواوې ورکوي، بلکې د شرعي اصولو سره سم دې لومړی له نږدې په قضیه ځان دقیق خبر کړي.“
ذبیح الله مجاهد په کابل کې د افغان دیني عالمانو فتوا هم فرمایشي بللې او ویلي دي چې دغه عالمان درباري دي او له بهرنیانو معاشونه اخلي.
هغه ویلي د دوی جهاد افغانستان کې د اسلامي نظام جوړول دي او دې موخې ته رسیدو پورې به خپله جګړه جاري ساتي.
په اعلامیه کې راغلي: “د جهاد نهایي هدف اعلا کلمه الله یا د ‘ سوچه اسلامي نظام’ جوړول دي. ترڅو چې دغه لوی شرعي هدف نه وي ترلاسه شوی، جهاد به له خپل مشروعیت او افضلیت سره دوام وکړي“
دا غبرګون له هغه وروسته ښودل کیږي چې څو ورځې وړاندې د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو د ټولنې مشر، شیخ احمد الریسوني په یوه ټلویزیوني مرکه کې د طالبانو جګړه نا روا وبلله.
له هغه وروسته په کابل کې څه باندې ۳۰۰۰ دیني عالمانو د یوې غونډې په ترڅ کې روانه جګړه ناروا وبلله او له دواړو خواوو یې وغوښتل چې اوربند وکړي او د خلکو له وژنې لاس واخلي.
همداشان دوه ورځې وړاندې په بنګله دیش کې هم یو شمیر دیني عالمانو د افغانستان روانه جګړه ناروا یاده کړه.
طالبانو د روان کال فبرورۍ میاشت کې په قطر کې له امریکا سره د سولې تړون وکړ.
د دې تړون له مخې طالبان نور پر بهرنیو ځواکونو بریدونه نه کوي، خو پر افغان ځواکونو بریدونو ته دوام ورکوي.
که څه هم چې شاوخوا یوه نیمه میاشتې وړاندې په قطر کې بین الافغاني مذاکرات پيل شوي دي، خو تر اوسه دغو خبرو کې پر لومړنیو مسایلو هم سلا نه ده شوې.
د بین الافغاني خبرو له پیلیدو سره سم، د جګړې شدت هم زیات شوی دی.
همدا نن په خوست ولایت کې د پولیسو ځانګړو ځواکونو قطعې باندې موټرم او وسله وال برید وشو، چې لسګونه سرتیرو او ملکیانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
که څه هم تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستي.