د پاکستان د خیبرپختونخوا ایالت پيښور ښار کې په یوه دیني مدرسه کې د چاودنې له امله لږتر لږه ۷ تنه وژل شوي او تر ۷۰ زیات نور پکې ټپیان دي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي دا چاودنه نن سه شنبه سهار شاوخوا اته بجې سپین جومات مدرسه کې شوې ده.
د پيښې زیاتره قربانیان ماشومان دي.
د پاکستان یوه امنیتي چارواکي الجزیرې خبرې شبکې ته په خبرو کې ویلي: دا ځانمرګی برید نه و، دا پيښه په یوه بکس کې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو له امله شوې ده.
دغې چاودنې د ځاني زیانونو ترڅنګ، د جومات زیاته برخه ویجاړه کړې ده.
د پيښې ټپیان د لیډي ریډینګ ځایي روغتونو ته انتقال شوي دي.
روغتیایي چارواکو ویلي تر اوسه ۷ تنه مړي او ۷۲ ټپیان روغتونو ته انتقال شوي دي.
تر اوسه د پيښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.