په خوست ولایت کې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو پر قطعې ډلییز برید وشو.
کورنیو چارو وزارت وایي دا پيښه نن سه شنبه سهار شاوخوا شپږ بجې مجاهد څلورلارې ته نږدې پخواني ولایت کې چې اوس د پولیس ځانګړې قطعه پکې ده، شوې ده.
لومړی د قطعې مخې ته د چاودیدونکو توکو ډک موټر چاودنه کړې او له هغه وروسته وسله وال برید شوی دی.
کورنیو چارو وزارت وایي تر اوسه څلور تنه برید کوونکي وژل شوي او دوه نور پر جګړه بوخت دي.
په دې پيښه کې تر اوسه دوه تنه وژل شوي، ۱۶ سرتیري او ۹ ملکیان ټپیان شوي دي.
تر اوسه د پيښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخستی.