د پرتګال د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي کریستیانو رونالډ، د داغستان د ازادو سیالیو اتل، حبیب محمدوف پر وروستۍ بریا غبرګون وښود.
حبیب د شبنې په شپه په خپله وروستۍ سیالۍ کې د امریکا جسټېن ګیتجې د سیالۍ په دویم پړاو کې په ګونډو کړ.
دا د حبیب، د نه ماتیدونکي لوبغاړي پرلپسې ۲۹تمه بریا وه
کله چې د لوبې له پیلیدو وړاندې د یوونتوس فوټبال لوبډلې له لوبغاړي کریستیانو رونالډ وپوښتل شول چې دا سیالي په څوک ګټي هغه وویل: “یقینا، یقینا چې حبیب به یې وګټي، زما ورور، ان شاالله”
که څه هم د رونالډ وړاندوینه سمه وخته او حبیب بریالی شو، خو له هغه وروسته خبري ناسته کې د خبیب وینا د هغه مینه وال هک پک کړل.
حبیب وویل دا یې وروستۍ لوبه وه او له دې وروسته غواړي چې له مور سره ووسي.
د حبیب پلار څو اونۍ وړاندې د کرونا ناروغۍ له امله مړ شو، کوم څه چې خبیب ته ډير ګران پریوتل.
هغه وویل: “دا زما وروستۍ سیالي وه، ممکنه نه ده چې بیا دلته د پلار له شتون پرته راشم. دا له هغه وروسته چې زما پلار ته ور پيښ شول، زما لومړی ځل راتګ و. کله چې یو اېف سي له جسټین سره د مبارزې بلنه راکړه، ما مې له مور سره درې ورځې خبرې وکړې. هغې نه غوښتل چې له پلار پرته مبارزه وکړم، خو ما ورسره ژمنه وکړه چې دا به زما وروستۍ لوبه وي.”
دغه داغستاني اتل د یو اېف سي له سازمانه غوښتي چې هغه ته په خپل وزن کې د لومړي مقام لرونکي لوبغاړي نوم ورکړي.
کله چې حبیب د لوبې په پنجره کې د بریا لاس اوچت کړ، رونالډو بیا هم هغه ته پیغام واستاوه: “رونالډو ولیکل: مبارک دې وي وروره، پلار درباندې ویاړي.”
د حبیب پلار عبدالمناف چې د هغه روزونکی هم و، د همدې کال جولای میاشت کې د ۵۷ کلونو په عمر د کرونا ویروس له امله