د اسلامي حزب مشر، ګلبدین حکمتیار وایي په افغانستان کې د جګړې په لیکو کې د پاکستاني وګړو وژل کیدل دروغ دي.
حکمتیار چې نن یکشنبه یې کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل داسې اسناد نشته چې وښيي د هلمند جګړه کې پاکستاني ترهګرو ګډون کړی و.
هغه دا خبرې پاکستان ته له څو ورځني سفر وروسته کړي دي.
دا په داسې حال کې دي چې کورنیو چارو وزارت وایي د هلمند وروستیو نښتو کې له ۲۰۰ زیاتو پاکستاني ترهګرو ګډون کړی و.
د دغه وزارت ویاند، طارق ارین په یوه ویډیویي کلیپ کې دا ادعا شرمناکه بللې چې کني هلمند کې پاکستاني ترهګرو ګډون نه و کړی.
تر دې وړاندې د هلمند ولایت ځایي چارواکو هم ویلي چې هلته د طالبانو په لیکو کې بهرني وګړي شته او د دوی یو شمیر مړي هم د جګړې پر میدان پاتې دي.