په کابل کې پر ښوونیزو مرکزونو پرلپسې خونړي بریدونه، په افغانستان کې د نسل وژنې یوه روښانه بیلګه بلل کیږي.
د افغانستان د بشر د حقونو کمیسیون په کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز د تیرې ورځې برید پر غبرګون کې، دا برید د نسل وژنۍ مصداق بللی دی.
دا برید پرون شنبه د کابل په لویدیځ کې د کوثر دانش په نوم ښوونیز مرکز باندې وشو، چې پایله کې یې نږدې ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
کورنیو چارو وزارت وایي ځانمرګي بریدګر هغه مهال ځان ته چاودنه ورکړه، چې د یاد ښوونیز مرکز ساتونکي پرې پوه شول.
په افغانستان کې د بشر د حقونو کمیسیون د معلوماتو پر اساس، په تیرو دریو کلونو کې له ۴۰۰ زیات کسان په ورته بریدونو کې وژل شوي یا ټپیان دي.
له تیرو څلورو کلونو راهیسې افغانستان کې پر ښوونیزو مرکزونو بریدونه پیل شوي دي.
په ۲۰۱۷ کال کې په کابل کې د تبیان په نوم یو ښوونیز مرکز د دریو پرلپسې چاودنو ښکار شو، چې ۴۱ تنه زده کوونکي پکې ووژل شول او له ۸۰ زیات پکې ټپیان شول.
له هغه یو کال وروسته د موعود په نوم یو بل ښوونیز مرکز باندې ترهګریز برید وشو، چې لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د بشر د حقونو کمیسیون داسې بریدونه جنګي جنایت او د نسل وژنې مصداق بللي دي.