د کابل لویدیځه برخه پل خشک سیمه کې یوه زوروره چاودنه وشوه.
دا چاودنه نن شنبې مازدیګر شاوخوا څلورنیمې بجې ښوې ده.
کورنیو چارو وزارت هم دا پيښه منلې او ویلي یې دي چې چاودنه د دیارلسمې حوزې پل خشک سمیه کې شوې ده.
دا چاودنه مرګ ژوبله هم لري، خو تر اوسه یې دقیقه شمیره نه ده معلومه.
عامي روغتیا وزارت وایي د کابل نننۍ ورځې ځانمرګي برید کې تر اوسه ۱۴ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
کورنیو چارو وزارت وایي چاودنه کې تر اوسه ۱۳ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
کورنیو چارو وزارت وایي پيښه د ځانمرګي بریدګر له امله شوې چې د کورس د ساتونکو له خوا تر پیژندل کیدو وروسته یې ځان ته چاودنه ورکړې ده.