د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ راتلونکې میاشتې افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې بللې دي.
د ناټو عمومي منشي همدا شان ویلي چې دوی افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړ لپاره خپل ځواکونه ۱۲زرو ته کم کړي دي، خو د ټولو ځواکو ایستل شرایطو پورې تړلي دي.
ینس سټولټنبرګ د ناټو سازمان دفاع وزیرانو د ناستې دویمه ورځ کې ویلي: “د ناټو غړو هیوادونو پریکړه وکړه چې افغانستان ته په ګډه لاړ شي. همداشان به راتلونکې پریکړې هم په ګډه کوي او کله چې مناسب وخت راشي له افغانستانه به یو ځای وځي، خو اړینه ده چې طالبان له القاعده او نورو ترهګرو سره اړیکې پرې کړي او د ځواکونو د وتلو زمینه برابره کړي.”
هغه د دوحې تړون نازک خو سولې لپاره یو ښه فرصت بللی دی.
سټولټنبرګ که څه هم د افغان دولت اوطالبانو ترمنځ خبرې د ډاډ وړ بللې، خو د دې فرصت د له لاسه وتلو خبرداری هم ورکړی دی.
هغه ویلي: “طالبان باید د تاوتریخوالي کچه ټیټه کړي، ترڅو اوربند ته لاره هواره شي. دا مهمه ده چې افغانستان کې د تیرو کلونو راسته راوړنې چې زیاتې قربانۍ یې اخیستي، وساتل شي. د ښځو او نجونو حقونه خوندي پاتې شي.”
دا په داسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د راتلونکې میلادي کال تر پيلیدو به ټول امریکایي سرتیري له افغانستانه وباسي.