په غزني ولایت کې د سړک غاړي ماین چاودنې په پایله کې د یوه سرتیري په ګډون ۹ تنه وژل شوي دي.
په وژل شوو کسانو کې درې میرمنې هم شاملې دي.
د غزني د امنیې قومندانۍ د مطبوعاتو امر، احمد خان سیرت ویلي دا چاودنه نن شنبه سهار شاوخوا نهه بجې د اول نمبر شاهراه روضې کوتل سیمه کې د ملکیانو یوه ټونس موټر پسې شوې ده.
همداشان په یوه بله چاودنه کې دوه تنه د پولیسو سرتیري ټپیان شوي دي.
دویمه چاودنه هغه مهال شوه چې پولیس د پيښې سیمې ته د مرستې لپاره روان وو.
د غزني امنیې قومندانۍ ویلي چې دغه ماین د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و.
په وروستیو ورځو کې د چاودنو او ډلییزو بریدونو پيښې زیاتې شوي دي.