د هلمند والي محمد یاسین خان وایي دغه ولایت کې د طالبانو د وروستیو بریدونو په پایله کې ۳۰۰ تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي.
د ښاغلي یاسین خان په خبره په دې نښتو کې ۳۰ تنو افغان سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اوښې ده.
د هلمند والي وایي طالبانو ته دا تلفات د ناوې او نادعلي ولسوالیو او د باباجي او ۶۰۱ نمبر شاه سیمه کې اوښتي دي.
خو طالبانو تر اوسه د خپلو جنګیالیو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، صدیق صدیقي د طالبانو د بریدونو غندنې ترڅنګ ویلي چې دا بریدونه د سولې بهیر کمزوری کوي او د هغه پر وړاندې ننګونې رامنځته کوي.
د هلمند والي وایي د طالبانو په وژل شوو کسانو کې د دوی یو شمیر قومندانان او بهرني وګړي هم شامل دي.
یاسین خان وایي طالبانو په وروستیو څو ورځو کې ځيني ښوونځي، روغتیایي مرکزونه، د خلکو کورونه او پلونه هم وران کړي دي.
بله خوا، د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان ولي محمد احمدزی وایي چې هلمند کې جګړه مهار شوې او طالبانو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی دی.
د احمدزي په خبره هغه سیمې چې طالبانو نیولې وې، اوس بیرته د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
قطر کې د بین الافغاني خبرو له پيلیدو سره افغانستان کې د جګړې شدت زیات شوی او هره ورځ د جګړو واړو خواوو کې لسګونه کسان وژل کیږي.