په فرانسه کې د هغه ښوونکي سر غوڅ کړل شو، چې څه موده وړاندې یې په ټولګي کې زده کوونکو ته د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) کاریکاتور ښودلی و.
۱۸ کلن بریدګر چې د چچین وګړی بلل شوی د، وروسته د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی.
رپوټونه وایي چې برید کوونکي د تیرې جمعې په ورځ د یوې غټې چړې په مرسته د ښوونځي مخې ته ښوونکی وژلی دی.
دا هغه کاریکاتور دی چې پخوا د فرانسي شارلي ابدو نشریه کې خپور شوی و.
پنځه نور کسان په پيښه کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.
د فرانسي ولسمشر، امانویل ماکرون دا پيښه یو ترهګریز برید بللی دی.
پولیسو ویلي چې وژل شوي ښوونکي په ټولګي کې د بیان ازادۍ موضوع اړوند بحث کې زده کوونکو ته د اسلام د پیغمبر کاریکاتور ور ښودلی و.
دا کاریکاتور د لومړي ځل لپاره د فرانسې شارلي ابدو طنزي نشریه کې خپور شوی و، چې زیاتې مرګونې پيښې یې هم ترشا لرلې.