ولسمشر غني د کابل ښار د امنیتي چارو مسوولیت خپل لومړي مرستیال، امرالله صالح ته وسپارلې.
امرالله صالح پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې سر له نن شنبې ورځې د ولسمشر غنی د امر پر اساس د پلازمینې امنیتي چارې پر مخ بیایي
صالح زیاته کړې چې د قانون پلي کولو او د خلکو امنیت خوندي کولو لپاره به د جنایتکارانو پر وړاندې هیڅ مصلحت او ترحم ونه کړي.
هغه به د اوسنۍ دندې ترڅنګ پخوانۍ دندې هم پر مخ بیایي.
امرالله صالح وایي کابل ورته د خپل ورغوي په څير معلوم دی او خلکو ته د خپلې دندې ترسره کیدو ډاډ ورکوي.
ښاغلي صالح لیکلي چې د امنیتي میثاق تطبیق د دغه پروګرام یوه برخه ده او په خبره یې چې کابل کې د غلو، وژونکو، کوڅه ډبو، ځوروونکو، قانون ماتوونکو، غاطبینو او نورو مجرمینو نوملړ له وړاندې نه چمتو شوی دی.
دا له هغه وروسته کیږي چې په کابل کې په وروستیو اونیو کې امنیتي او جنایي پيښې زیات شوې دي.