د میدان وردګو ولایت جلریز ولسوالۍ کې د پوځ ۲۳ تنه سرتیري له تیرو دوو ورځو راهیسې د طالبانو له لوري محاصره شوي دي.
طالبانو دوه ورځې وړاندې د دغو سرتیرو پر قرارګاه موټربم برید کړی و..
اوس د دغې قرارګاه قومندان عبدالجبار له حکومته د تجهیزاتو او مرستندوی ځواکونو غوښتنه کړې ده.
عبدالجبار وایي د دوی څلور سرتیري ټپیان شوي او طالبان هم هڅه کوي چې د سیمې د سپین ږیرو او قومي مشرانو په مرسته دوی تسلیمیدو ته وهڅوي.
هغه وایي په هیڅ صورت کې به طالبانو ته تسلیم نشي او تر وروستۍ سلګې به دفاع وکړي.
دا قرارګاه د جلریز ولسوالۍ کوته اشرو سیمه کې موقعیت لري.
بله خوا، د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند وایي هلته له موټربم برید وروسته مرسته رسیدلې او هیڅ ستونزه نشته.
په وروستیو څو اونیو کې د افغان ځواکونو پر مرکزونو د طالبانو بریدونه زیات شوي دي.