د غور ولایت د مرکز فیروز کوه لویدیځه برخه کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنې په پایله کې د یوې میندوارې میرمنې په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.
دغور د والي ویاند، محمد عارف عابر ویلي چې د ملکي وګړو یو فلانکوچ موټر نن جمعه د فیروز کوه اړونده پلال سیمه کې هغه وخت په سړک کې ځای پر ځای شوي ماین باندې برابر شو، چې یوه میندواره میرمن یې روغتون ته لیږوله.
دې چاودنه کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د غور سیمه ییز چارواکي وایي دا ماین د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و.
همداشان نن د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې هم د موټرسایکل بم چاودنه کې دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د څمکنیو ولسوالۍ امنیه قومندان، بریالی احمدزی وایي دا چاودنه نن غرمه ۱۲ بجې د څمکنۍ ولسوالي شهرنو بازار کې شوې ده.
په وروستیو څو اونیو کې د جګړو او چاودنو پيښې زیاتې شوي دي.