د ملي مصالحي عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله په هیواد کې د جګړو او تاوتریخوالي زیاتیدو غبرګون وایي، دا وضع سولې ته د رسیدو لاره نه ده.
ښاغلي عبدالله چې نن جمعه یې کابل کې کندهار د پخواني امنیې قومندان، جنرال عبدالرازق د وژل کیدو دویم تلین مراسمو کې خبرې کولې وویل که چیرې طالبان دا محاسبه لري چې د تاوتریخوالي په زیاتیدو سره به د سولې خبرو کې برلاسي شي، دا هغه غلطه محاسبه ده چې د جګړې د دوام سبب کیږي او افغانستان له سولې بې برخې کوي.
عبدالله همداشان وویل چې هیڅ کله د طالبانو امارت د افغانستان خلکو ته د منلو نه ده.
هغه د خپلو خبرو دوام کې وویل: “که محاسبه داوي چې بهرنیان له افغانستانه وځي او بیا به د طالبانو امارت پر خلکو وتپل شي، دا په هیڅ حال کې د افغانستان خلکو ته د منلو نه دي.”
عبدالله د جګړې له دواړو خواوو وغوښتل چې له زغم کار واخلي.
په دغو مراسمو کې د ولسمشر دویم مرستیال، امرالله صالح، حمدالله محب، اسدالله خالد، صلاح الدین رباني، رحمت الله نبیل، جنرال تادین خان او ځینو نورو امنیتي او سیاسي چارواکو ګډون کړی و.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل جنرال عبدالرازق د کندهار په اسمان کې هغه ځلانده ستوری و چې رڼا یې ټول افغانستان ته رسیده.
ښاغلي صالح پر هلمند د طالبانو بریدونو په غبرګون کې وویل چې دغې دلې له تیرو ۹ میاشتو راهیسې پر هلمند د برید لپاره چمتووالی نیولی و، خو له ماتې سره مخ شول.
جنرال عبدالرازق دوه کاله وړاندې په کندهار ولایت کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.
طالبانو د هغه د وژنې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.