په غور ولایت کې یوه ۸۰ کلنه میرمن د لوږې له لاسه مړه شوې ده.
د دغې میرمنې د کورنۍ غړي وایي له تیرې یوې اونۍ راهیسې د خوراک لپاره هیڅ خواړه نه لري؛ او نه هم د ځان تود ساتلو لپاره د سون توکي لري.
دغه کورنۍ د نا امنیو او جګړو له امله له بادغیس ولایت نه غور ته کډه شوې ده.
د مړه شوې ښځې نګور وایي څو ځلې د غور ولایت سیمه ییزو چارواکو ته د مرستې لپاره ورغلې ده، خو هیچا یې لاسنیوی نه دی کړی.
د غور ولایت یو شمیر مدني فعالانو او اوسیدونکو د لوږې له لاسه د انسان تلف کیدل، د افغانستان حکومت ته لوی شرم بللی دی.
دوی وایي سیمه ییزو او مرکزي چارواکو د جګړو له امله داخلي بېځایه شوو کورنیو ته هیڅ پام نه دی کړی.
د دغې کورنۍ ترڅنګ لسګونه نورې کورنۍ هم د بادغیس ولایت جوند ولسوالۍ نه غور ته کډوال شوي دي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په تیرو څه کم دوو میاشتو کې ۳۵ رزه کسان د جګړو او له نا امنیو له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.