د هلمند د والي مرستیال، بریالی نظري وایي دغه ولایت کې د جګړو ډګرونو کې د طالب وسله والو د جسدونو په منځ کې پاکستاني جنګیالي هم تر سترګو کیږي.
ښاغلي نظري همدا راز ویلي چې د هلمند د جګړې مشري د ډیورنډ د کرښې بله غاړه کې ده.
هغه ویلي: “مشري یې د پولې هغه غاړې کسانو سره ده. موږ رسنیو سره د دوی نومونه هم شریک کړي دي. هغه کسان چې عملا په جنګ کې مړه شوي او د جګړې ډګرونو کې یې مړي پاتې دي، پاکستاني وګړي دي.”
د هلمند ولایت شمیر اوسیدونکي هم د هلمند د مرستیال والي د خبرو په تایید سره وایِ چې پاکستاني ملیشې او جنرالان د طالبانو ترڅنګ جګړه کوي.
د سیمې اوسیدونکي وایي د طالبانو لیکو کې داسې کسان ترسترګو شوي چې د افغانستان په رایجو ژبو خبرې نه کوي.
د هلمند یوه تن اوسیدونکي عبدالله خان زموږ سیمه ییز خبریال سره خبرو کې وویل: “ما په خپلو سترګو لیدلي چې پاکستاني ملیشې او جنرالان پکې دي. رهبري یې هم پاکستاني جنرالان کوي، ویلي شم چې په سلو کې شل سلنه هم د هلمند طالبان نه دي.”
د هلمند سیمه ییز چارواکي وایي چې د هلمند جګړه کې د جنرالانو په ګډون شاوخوان ۲۵۰ تنه پاکستاني وګړي حضور لري.
طالبانو تر اوسه خپلو لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو د خضور ادعا په اړه څه نه دي ویلي.