د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یوځل بیا د روان میلادي کال تر پایله له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو خبره کړې ده.
ټرمپ په وروستیو ټاکنیزو خبرو کې ویلي چې اوس حال کې په افغانستان کې ډیر کم شمیر امریکایي سرتیري میشت دي، چې نور باید خپلو کورونه ته ور ستانه شي.
هغه ویلي دا کار اسان نه دی، خو د ځواکونو د ایستلو بهیر له مودو راهیسې پیل شوی دی.
بله خوا، فارین پالیسي مجلې د یو شمیر امریکایي چارواکو له خولې لیکلي چې ټرمپ غواړي د روان کال تر پایله په افغانستان کې امریکایي ځواکونو شمیر ۳۰۰۰ تنو یا له هغه هم کمو ته کم کړي.
امریکایي چارواکو ویلي چې ټرمپ په دې برخه کې پر پوځي چاوراکو فشار اچولی، ترڅو خپلو راتلونکو ټاکنیزو خبرو کې پرې خبرې وکړي.
د یادولو ده چې ټرمپ له دې څو ورځې وړاندې هم د کرسمس تر مراسمو له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو خبره کړې وه.
دا په داسې حال کې دي چې ځینو نورو امریکایي چارواکو په کراتو ویلي چې د افغانستان بشپړ پریښودل به د دوی او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې عملي کیدو او افغانستان کې شرایطو پورې تړلي وي.