د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت وایي هیواد کې د تیرو څه کم دوو میاشتو نښتو له امله ۳۵ زره کسان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.
د هیواد یو شمیر ولایتونو کې د سختو جګړو دوام د بېځایه شوو کورنیو د زیاتیدو ویره هم زیاته کړې ده.
زیاتره دغه بیځایه شوي د هلمند ولایت اوسیدونکي دي، چې دغه ولایت کې د تیرو څو ورځو خونړیو نښتو پایله کې له سیمې وتلي دي.
په عین حال کې، د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچاد ویلي چې د روان میلادي کال له پیله د جګړو له امله ۲۰۸ زره افغانان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.
د کابل ښار د قمبر څلورلارې سیمه له کلونو راهیسې د یو شمیر ولایتونو د بېځایه شوو کورنیو مېنه ده؛ چیرته چې بې کوره افغانان په ډیرو کمو امکاناتو شپې ورځې تیروي.
د ګل خان په نوم یوه بیځایه شوي کس چې له تیرو شپږو کلونو راهیسې د خپلې کورنۍ ۱۷ غړو سره دغه سیمه کې ژوند کوي، زموږ خبریال ته ویلي چې جګړې د ژوند هرڅه ورنه اخیستي دي.
افغانستان کې د جګړو له امله د کورنیو بېځایه کیدل څه نوې خبره نه ده، بلکې له کلونو راهیسې دا لړۍ روانه ده.
د رسمي شمیرو له مخې له ۲۰۱۲ کال راپدیخوا لږ تر لږه څلورنیم میلیونه کسان د جګړو له امله بیځایه شوي دي.