د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین وایي طالب وسله والو په تیرو دوو اونیو کې ۶۸ تنه ملکي وګړي وژلي او ۱۶۵ نور یې ټپیان کړي دي.
د ښاغلي ارین په خبره طالب وسله والو دغه موده کې افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو باندې د ۹۶ چاودنو او ۶ ځانمرګي بریدونو په ګډون ۵۷۵ بریدونه کړي دي.
طارق ارین ویلي چې طالبانو یواځې په هلمند ولایت کې دوه ځانمرګي بریدونه او ۷۲ بریدیز تحرکات کړي دي.
په هلمند ولایت کې د تیرو څو ورځو جګړو له امله ۴.۵ زره کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.
بله خوا، د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی د تاوتریخوالي کچه ټیټه ساتلې او وروستي بریدونه یې هم د افغان ځواکونو د عملیاتو په غبرګون کې کړي دي.