د لغمان ولایت په مهترلام ښار کې د یوې چاودنې په پایله کې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
دا پيښه نن چهارشنبه سهار شاوخوا نهه بجې عصمت چوک ته څېرمه د امنیې قومندانۍ د استخباراتي پولیسو پر موټر د نښلول شوي ماین له امله شوې ده.
د لغمان د والي ویاند، اسدالله دولتزي ویلي چې دې پيښه کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
په وروستیو ورځو کې د طالبانو د چاودنو او ډلییزو بریدونو پيښې زیاتې شوي دي.
نن په بغلان ولایت کې هم طالبانو پر یوې امنیتي پوستې برید کړی او ۱۶ سرتیري یې وژلي دي.