د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ کې د افغان پوځ دوو چورلکو د ټکر پيښه کې ۱۵ تنه پوځي سرتیري وژل شوي دي.
د هلمند د ناوې ولسوال، تورجان هلمندوال نن چهارشنبه سهار ۱ تلویزیون ته وویل چې دا پيښه تیره شپه هغه مهال وشوه، چې دغو چورلکو سیمه کې د طالبانو فعالیتونه څارل.
په وژل شوو کسانو کې د دواړو چورلکو پيلوماټ هم شامل دي.
دفاع وزارت هم د چورلکو دغه پيښه منلې ده، خو وایي ۹ تنه سرتیري پکې وژل شوي دي.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوو پوځي چورلکې په ناوې ولسوالۍ کې د پورته کیدو پرمهال له تخنیکي ستونزو سره مخ شوي او نسکورې شوي دي.
په هلمند ولایت کې له تیرو څو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.