داسې حال کې چې افغانستان کې د کچالو د ټولیدنې موسم رسیدلی، له ایرانه هره ورځ لسګونه له کچالو بار موټر هیواد ته را دننه کیږي.
د افغانستان د خونو فدراسیون وایي هره ورځ د هیواد له لویدیځو پولو تر سلو د کچالو ډک موټر افغانستان ته واردیږي.
اندیښنه داده چې دغه ایرانۍ کچالو به افغان بزګران له لوی زیان سره مخ کړي.
بزګران پر حکومت نیوکه کوي چې د کچالو د وارداتو تعرفې یې ټيټې ساتلې او دا ددې لامل شوي چې هیواد ته د کچالو واردات زیات شي.
بامیان د افغانستان په کچه د کچالو ستر تولیدونکی ولایت دی.
د کرنې وزارت معلومات ښيي چې سږ کال بامیانو کې د کچالو تولید د تیر کال په پرتله ۸۰ زره ټنه زیات شوی دی.
د نجف علي په نوم یوه برګز یک تلویزیون سره خبرو کې وویل چې سږ کال له بهره د کچالو وارداتو زیاتوالي له امله ۲۰۰ زره افغانۍ زیانمن شوی دی.
هغه وویل د کچالو محصولات یې بازار نه لري او اړ دی چې خپل تولیدات له تمام شوي بیې په ټیټه بیه وپلوري.
یواځې کچالو نه ده، بلکې زیات نور افغاني کرنیز توکي د بهرنیو تولیداتو ډیریدو له امله بې ارزښته شوي دي.
د افغانستان پیاز د قزاقستان او اوزبیکستان د پیازو له لاسه ښه ورځ نه لري.
د مالیې وزارت وایي ګمرکي تعرفي د سکتوري بنسټونو د وړاندیز په صورت کې چې خصوصي برخه هم پکې ده، لوړیږي یا کمیږي.
افغانستان کې کرنیزو توکو لپاره د سړخونو نشتوالی هم د افغان بزګرانو لپاره یوه ستره ننګونه ده.