د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوی تړون محدود دی او نشي کولی چې یوې هر اړخیزې هوکړې ته رسیدو لپاره له طالبانو او افغان حکومت سره مرسته وکړي.
عبدالله یوې هندۍ رسنۍ سره په مرکه کې چې پرون دوشنبه خپره شوې ویلي چې د افغانستان حکومت چمتو دی چې هیڅ کومې مرجع ته له تلو پرته طالبانو سره د سولې خبرې پرمخ بوځي.
هغه ویلي: طالبان ټينګار کوي چې د سولې خبرې باید دوی او امریکا ترمنځ د شوي تړون پر بنسټ وشي، د افغانستان حکومت د هغه تړون برخه نه ده، خو ورباندې اعتراف کوي. د دوحې هوکړه یوه محدوده هوکړه ده او نشي کولی یوې هر اړخیزې هوکړې ته رسیدو لپاره دواړو خواوو ته ازادي ورکړي. موږ بلې مرجع ته له تلو پرته خبرو ته چمتو یو.”
د عبدالله په خبره د افغانستان حکومت طالبانو سره د سولې یوه تړون ته لیواله دی او د سولې بهیر کې له پیچلتیاوو او ستونزو سره سره، دغه بهیر ته هیله من دی.
دا په داسې حال کې دي چې وروستیو څو اونیو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي او د افغانستان زیات شمیر ولایتونو کې جګړه روانه ده.
د تاوتریخوالي دغه ډيرښت په کابل کې د امریکا د سفارت او د ناټو د ملکي استازي غبرګون هم پارولی دی.
د امریکا د سفارت شارژ دافیر، روز ویلسن افغانستان کې روان تاوتریخوالی د طالبانو او امریکا د هوکړې خلاف بللی دی.
همداشان افغانستان کې د ناټو ملکي استازي، سټیفانو پانتیکرو هم ویلي چې د طالبانو دغه تاوتریخوالی دوی ته د منلی نه دی او باید چې کم شي.