په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو د تماس ډلو ناستې له ۱۲ ورځني ځنډ وروسته پرون دوشنبه ماښام بیا پيل شوې.
د دولت د مرکچي پلاوي ویاند او غړي، نادر نادري ویلي چې په دې ناسته کې پر اختلافي موضوعاتو باندې جدي بحثونه شوي او همداشان پریکړه شوې د چې د ستونزو تر حل پورې ناستې دوام وکړي.
د طالبانو د سیاسي ډلې ویاند، نعیم وردګ هم قطر کې د دې ناستې د ترسره کیدو پخلی کړی دی.
دا ناستې له هغه وروسته پيل شوې، چې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمي خلیلزاد قطر ته لاړ او رپوټونه وايي چې خلیلزاد د مذاکراتو دواړو ټیمونو سره جلا لیدنې کړې دي.