د پکتیا ولایت میرزکې ولسوالۍ کې د ځایي خلکو او وسله والو ترمنځ اخ او ډب کې درې تنه ملکي وګړي ووژل شول.
د پکتیا د امنیې قومندانۍ سرپرست، لطف الله کامران ویلي دا پيښه هغه مهال وشوه چې طالبانو تیره شپه غوښتل د میرزکې ولسوالۍ خلیلانو کلي کې د خلکو کورونه تالاشي کړي، خو د خلکو لخوا یې مخالفت وشو.
طالبانو د ځایي خلکو د مخالفت په غبرګون کې د جمیل په نوم یو قومی مشر او دوه ځوانان په ډزو وژلي دي.
د امنیه قومندان په خبره وژل شوي کسان ملکیان دي او هیڅ دولتي دندې یې نه لرلې.
طالبانو د دې پيښې په اړه څه نه دي ویلي.


