افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، سکاټ میلر هلمند کې د وسله والو طالبانو د ډلییزو بریدونو په غبرګون کې ویلي دا بریدونه د امریکا او طالبانو د شوې هوکړې خلاف دي.
سکاټ میلر له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي.
مېلر همداشان ویلي چې د طالبانو دغه شان بریدونه په دوحه کې بین الافغاني خبرو ته زیان رسوي.
بله خوا، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ویاند، سوني لګت ویلي چې دوی د افغان ځواکونو په ملاتړ هلمند کې پر طالبانو هوایي بریدونه کړي دي.
سوني لګټ ویلي چې پر طالبانو د دوی هوایي برید د دوحې د هوکړې سره سم شوی دی.
طالبانو له څو ورځو راهیسې هلمند ولایت کې پراخ ډلییز بریدونه پیل کړي دي.
دوی د لښګرګاه ښار باباجي سیمه کې څلورمه حوزه نیولې او لاهم د دوی او افغان ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.
د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي نن دوشنبه په یوه خبري ناسته کې وویل چې هلمند ته مرستندوی ځواکونه او اکمالات رسیدلي او ډير ژر به طالبان په شا وتمبوي.