کندز ولایت کې د وریژو د پروسس یوې خصوصي فابریکې بېرته خپل فعالیت پيل کړ.
د یادې فابریکې مسوولین وایي، ۳۸۴۰ قراردادي بزګران لري چې هغوی ته د وریژو اصلاح شوي تخمونه او د اړتیا پرمهال پورونه ورکوي.
د دغې فابریکې چارواکو ویلي چې دوی د ۱۳۸۶ کال راهیسې هلته پنځه میلیونه او ۷۰۰زره ډالر پانګونه کړې او هیله لري چې د نورو هیوادونو له وریژو سره سالمه سیالی وکړای شي.
د شعیب فیصل د وریجو د پروسس فابریکه ۸۵ تخنیکي کارکوونکي لري چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۰ ټنه د وریژو د پروسس وړتیا لري.
د یادې فابریکې وریژې له هیواده بهر تاجیکستان او اوزبیکستان هیوادونو ته هم صادریږي.
د کندز والي عبدالستار میرزاکوال ویلي د فابریکې چارواکو هیواد ته د وریژو نوي تخمونه وارد کړي او تمه لري چې د دوی تولید به د هیوادوالو د اړتیا وړ وریژې برابرې کړي او له ګاونډیو هیوادونو د وریژو له واردولو خلاص شو.