په هلمند ولایت کې د کندهار او هلمند برښنا لپاره جوړ شوی سب سټیشن چور شوی او ځینو برخو ته یې اور اچول شوی دی.
د هلمند د ولایتي شورا غړي، ملا عبدالمجید اخوندزاده یک تلویزیون سره خبرو کې وویل چې د طالبانو له خوا د سیمې تر نیول کیدو وروسته د دغه سب سټین ځینو برخو ته اور اچول شوی او نور ټول توکي ېې چور شوي دي.
د برښنا دغه سب سټیشن جوړولو باندې میلیونونه ډالر لګښت شوی و.
ښاغلي اخوندزاده وویل چې د برښنا سب سټیشن او نور د عامه ګټې سیمې لکه ښوونځي او پلونه، د جګړې هیڅ لورې پورې اړه نه لري، بلکې دا د افغانستان د خلکو ملکیت دې او باید چې دواړو خواوې یې ساتنه وکړي.
د افغانستان برښنا شرکت وایي د دغه سب سټیشن توکي د خلکو له خوا چور شوي دي.
خو د طالبانو ویاند، یوسف احمدي وایي د هلمند د بريښنا سب سټيشن ته تیر مازدیګر د ملکي خلکو لخوا لږ زیان رسیدلی و، خو کله چې طالبان سیمې ته ورسیدل د خلکو مخه ونیول شوه او اوس د بريښنا مرکز ژغورل شوی دی.
په هلمند ولایت کې له تیرو څو ورځو راهیسې سخته جګړه روانه ده.
طالبانو د لښکرګاه ښار یو شمیر پوستې او د پولیسو څلورم حوزه نیولې ده.
بله خوا، د هلمند د ولایتي شورا مشر، عطاالله افغان ویلي چې تر اوسه د جګړې له سیمې تر ۶۰۰ پورې کورنۍ له خپلو کورونو بیځایه شوي دي.
ښاغلي افغان وویل که چیرې مرکزي حکومت هلمند ته تازه سرتیري ونه لیږي، وضعیت به له کنټرول نه ووځي. هغه له مرکزي حکومته وغوښتل چې دغه ولایت ته یو بې پرې پلاوی واستوي، ترڅو هلته خیالي او خدمتي پولیس او د هرې ولسوالۍ تشکیل معلوم کړي.
هغه وویل چې د باباجي سیمې څلورمه حوزه د طالبانو لاس ته لویدلې، د ۶۰۱ نمبر شاهراه بنده ده او د نادعلي ولسوالۍ زیات شمیر سیمې د طالبانو په ولکه کې دي.
بله خوا، د هلمند امنیه قومندان، خلیل جواد ویلي چې هلمند ته مرستندوی سرتیري او مهمات رسیدلي او خلکو ته ډاډ ورکوي چې د طالبانو مخه به ډب کړي.