رپوټونه وایي د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې څلورمه امنیتي حوزه د طالبانو لاسته لویدلې.
د سیمې اوسیدونکې وایې په سیمه کې امنیتی پوستې سقوط شوې او ټوله سیمه طالبانو نیولې ده
دوی وایی اوس په ځینو ځایونو کې طالبان ځای پرځای سوی او جګړه دوام لري
بل لوری ته دهلمند د والي ویاند، عمر ځواک یک تلویزیون ته وویل چې دوی د نن سهار راهیسې یو شمیر امنیتی پوستو ته تکیتیکې شاتګ ورکړی، ترڅو په سیمه کې ملکې خلکو ته زیان وانه وړي
ځواک وایې جګړه روانه ده او افغان امنیتی ځواکونه د سیمې د خوندي ساتلو په موخه عملیات پیل کړي دي.
بل لوري ته د هلمند – کندهار ۶۰۱ شهرا سړک لویه لاره هم طالبانو نیولې ده.
طالبانو له تیرو لسو ورځوراهیسې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي وو چې دغه سیمې یې له لس ورځنۍ جګړي وروسته نیولې دي.