د کورنیو چارو وزارت سرپرست، مسعود اندرابي کابل کې د وروستیو نا امنیو او وژنو په غبرګون کې پولیسو ته امر کړی چې پر مجرمینو ډزې وکړي او هغوی وولي.
د دغه وزارت ویاند، طارق ارین ویلي چې ښاغلي اندرابي تیره شپه ناوخته د کابل امنیتي ناسته وبلله او امنیتي ټیم ته یې امر وکړ چې وضعیت بدل کړي.
د ارین په خبره مسعود اندرابي تیره شپه د کابل ښار امنیتي پوستو، حوزو او ښار ته د داخلیدو دروازو لیدنه هم کړې ده.
هغه پولیسو ته په خطاب کې ویلي: “مجرم نباید په کابل ښار او نورو سیمو کې ازاد وګرڅي، هغوی وولئ او سرکوب یې کړئ.”
دا له هغه وروسته کیږي چې کابل کې امنیتي او جنایي پيښې خورا زیاتې شوي دي.
وروستیو اونیو کې هره ورځ د خلکو د مالونو لوټلو او د مبایلو پر سر د غلو له خوا د خلکو د وژل کیدو رپوټونه خپریږي.