طالبانو هیله ښودلې چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د دغه هیواد روانو ټاکنو کې بریا ترلاسه کړي.
د دغې ډلې ویاند، ذبیح الله مجاهد له سي بي اس نیوز سره مرکه کې ویلي طالبان هیله مند دي چې ټرمپ ټاکنو کې بریالی شي او افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شتون ته د پای ټکی کیږدي.
هغه ویلي کیدای شي چې ټرمپ نورې نړۍ لپاره یو مسخره سړی وي، خو د طالبانو په اند هغه یو هوښیار انسان دی.
د طالبانو یوه بل مشر هم دغې رسنۍ ته ویلي له هغې راهیسې چې د امریکا ولسمشر د کرونا پر ناروغۍ اخته شو، هغه یې روغتیا ته زیات اندیښمن دی.
بله خوا، د ډونالډ ټرمپ ټاکنیزې ډلې د طالبانو ملاتړ نه دی منلی او ویلي یې دي چې ټرمپ د یواځې امریکا د ملي ارزښتونو او وګړو ساتنې ته ژمن دی.
دا په داسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر څو ورځې وړاندې وویل چې غواړي ټول امریکایي ځواکونه د نوي میلادي کال تر رسیدو پورې له افغانستانه ووځي.