د افغانستان د روغتیا وزارت وایي کرونا ناروغۍ او د هغې زیاتونو د افغانانو ترمنځ رواني ستونزې زیاتې کړي دي.
د کابل رواني د ناروغیو روغتون چارواکي هم وایي چې دوی ته د رواني ناروغانو ورتګ د تیرې کال په پرتله ۱۳ سلنه زیات شوی دی.
افغانستان کې د جګړو، نا امنیو، بیکارۍ او لوږې له امله هر کال د رواني ناروغانو شمیر هیښوونکي وي، خو سږ کال د کرونا وبا هم د دغو ناروغانو شمیر کې زیاتوالی راوستلی دی.
رسمي شمیرې ښيي چې افغانستان کې له هرو دوو کسانو یو یې تر رواني فشار لاندې دی او د افغانستان نیمایي وګړي له سپک رواني فشار سره لاس او ګریوان دي.
د ټولو دغو ستونزو له امله د نیوکې ګوته حکومت ته نیول کیږي.
روان پوهان وایي حکومت تر اوسه د خلکو روانی خوندیتوب لپاره هیڅ پام نه دی کړی.
که څه هم د نارینه وو په نسبت میرمنې له دغې ستونزې سره زیاتې مخ دي، خو دوی د ټولنیزو او جنسیتي توپیرونو له امله تر روغتونو نشي رسیدلی.