د اوسپنې ویلې کولو داخلي کارخونو باندې د کباړو اوسپنو د پلورلو له بندیدو وروسته اوس داسې رپوټ خپور شوی چې پاکستان او ایران ته د کباړو قاچاق بیا زیات شوی دی.
د افغانستان د خونو فدراسیون وایي هیواد کې د اوسپنې ویلې کولو د زیات شمیر کارخونو فعالیتونه، د کباړ نشتون له وجې بند شوي دي.
د کباړو اوسپنو ویشلو بهیر کې د روڼتیا نشتون او حکومتي بنسټونه کې فساد، دوه هغه لوی عوامل دي چې داخلي کارخونو باندې د کباړو پلور یې درولی دی.
امنیتي بنسټونه د کباړ اوسپنو لویې زیرمې بلل کیږي.
دغه کباړ زیاتره د افغان امنیتي ځواکونو ویجاړ شوي ټاکنونه، هاوانونه او نورې وسایط دي.
اوس د اوسپنې ویلي کولو کورنیو کارخونو باندې د دغه کباړ توکو د پلور لړۍ، دغه بهیر کې د شفافیت نشتون له امله بنده شوې ده.
د افغانستان د خونو فدراسیون مرستیال، سخي احمد پیمان وایي د دغه بهیر دریدل د دې لامل شوي، چې ایران او پاکستان ته د کباړ اوسپنو د قاچاق لړۍ چټکه شي.
دغه کباړ د هیواد له ختیځو او لویدیځو ولایتونو له لارې ایران او پاکستان ته قاچاق کیږي.
د هیواد د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي دولتي بنسټونه د دغو اوسپنو پلورلو او قاچاق کې لاس لري.
مالیې وزارت چې د کباړ اوسپنو پلورلو کمیټې په سر کې قرار لري، ونه غوښتل چې په دې اړه څه ووایي.
د یادولو ده چې د مالیې وزارت د تصدیو مشر او د هغه د دفتر رئیس دوه نیمې میاشتې وړاندې د کباړو خرڅلاو کې د شفافیت نشتوالي له امله ممنوع الخروج اعلان شول.
خو تر اوسه دغه بهیر عادي حالت ته نه دی ګرځیدلی او د کارخونو څښتنان لاهم خامو موادو ته سترګې په لاره دي.