د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د اوربند له ټینګیدو وروسته اوس دواړو خواووې یو او بل د اوربند ماتولو باندې تورن کړي دي.
د ارمنستان دفاع وزارت پر مقابل لوري تور لګولی چې د دوی خاوره کې یې یوه سیمه بمبار کړې ده.
همداشان د ارمنستان ځواکونو ویلي چې اذربایجاني ځواکونو د اوربند له ټیګیدو پنځه دقیقې وروسته د نګورنو قره باغ سیمه کې عملیات کړي دي.
بل لور ته، اذربایجان هم ویلي چې ارمنستاني ځواکونو د نګورنو قره باغ له لانجمنې سیمې د دوی خاوره بمبار کړې ده.
دواړو هیوادونو تیره شپه دولس بجې اوربند اعلان کړی و.
د اوربند دغه هوکړه روسیې ته د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له سفر وروسته شوې ده.
دوی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په بلنه مسکو ته لاړل او د لسو ساعتونو لپاره یې خبرې وکړې.
دوی همداشان جګړه کې د وژل شوو کسانو د جسدونو د تبادلې هوکړه هم کړې ده.
د روسيې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف ویلي دواړو هیوادونه به قره باغ سیمې باندې جوړجاړي لپاره هم خبرو ته دوام ورکړي.
د سره صلیب نړیوال بنسټ ویلي له موکې نه په استفادې سره به قره باغ سیمې ته د مرستو رسول پيل کړي.
د دواړو هیوادونو ترمنځ د جکړې له پيلیدو راهیسې ۳۷۶ تنه سرتیري او ۲۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.
دې جګړه کې همداشان سلګونه کورونه او وسایط هم له منځه تللي دي.