د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي دا طالبانو له امریکا سره د سولې تړون کړی او افغانستان کې هره ورځ بریدونه کوي او خلک ته مرګ ژوبله اوړي، دغه ډله د شریعت له مخې یوه باغي ډله ده چې پر مسلمانانو تیری کوي.
ښاغلي دانش دا څرګندونې نن شنبه کابل کې د یوې خبرې ناستې پر مهال وکړې.
هغه زیاته کړه چې قطر کې د سولې خبرو پرمخ بیولو لپاره یې طالبانو ته وړاندیز کړی چې قران او سنت باید د خبرو بنسټ وټاکل شي، خو طالبانو ټینګار کوي چې د دوی او امریکا ترمنځ شوی تړون باید د خبرو اساس وي.
د ولسمشر دویم مرستیال همداشان وویل چې افغانستان کې د جګړې دوام او د اوربند نه منل هم د قران د صریحو نصوصو خلاف عمل دی.
قطر کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د بین الافغاني خبرو له پیلیدو شاوخوا یوه میاشت تیره شوې ده، خو دواړو خواوو تر اوسه د خبرو اصولو ټاکلو باندې هم نه دي سلا شوي.
طالبان وايي د دوی او امریکا شوی تړون باید د خبرو اساس وټاکل شي، خو دولتي لوری د طالبانو له دې وړاندیز سره مخالفت کړی دی.
د یادولو ده چې ولسمشر غني هم څو ورځې وړاندې وویل چې طالبانو ته یې د اساس په توګه د قران او سنت د ټاکلو وړاندیز کړی دی.