د افغانستان اسلامي جمعیت مشر، صلاح الدین رباني وایي حکومت هیواد کې د سولې راتلو لپاره ریښتینې اراده نه لري.
ښاغلي رباني دا خبره نن جمعه په بدخشان ولایت کې د خپل پلار برهان الدین رباني د نهم تلین مراسمو کې وکړې
رباني وویل د سولې د اوسنۍ خبرو چوکاټ ټولشموله نه دی او د ټولو اغیزمنو سیاسي اړخونو استازیتوب نشي کولی.
هغه د سولې خبرو دریدلي بهیر ته په اشارې وویل چې افغان حکومت دغه بهیر سره پروژه یی چلند کوي.
ښاغلي رباني د برښنایي پیژندپاڼو د ویش لړۍ باندې هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې حکومت په دې کار سره غواړي د خلکو ترمنځ بې اتفاقي رامنځته کړي.
دغو مراسمو کې د جمعیت مرستیال، احمد ضیا مسعود، د بدخشان والي، زکریا سودا او یو شمیر نورو سیاسي څیرو برخه اخیستې وه.
د بدخشان والي زکریا سودا هیواد کې تاوتریخوالي دوام ته اندیښنه وښوده او له طالبانو یې وغوښتل چې د خلکو غږ واوري او جګړه بنده کړي.
قطر کې د افغانستان د سولې بین الافغاني خبرې شاوخوا یو میاشت وړاندې پیل شوې دي، خو دا بهیر د خبرو اصولو ټاکلو کې اختلافونو له امله په ټپه دریدلی دی.
د دواړو خواوو د تماس ډلو له تیرو اتو ورځو راهیسې هیڅ راز ناسته نه ده کړې.