رپوټونه وایي قطر کې د دولت او طالبانو مذاکراتي ټیمونو ترمنځ له تیرو اتو ورځو راهیسې هیڅ راز ناسته او خبرې نه دي شوي.
که څه هم بین الافغاني مذاکرات شاوخوا یوه میاشت وړاندې پيل شوي دي، خو دا بهیر د خبرو اصولو جوړولو کې اختلاف له امله په ټپه دریدلی دی.
خو د خبرو دغه بهیر په اړه په اسلام اباد کې خبرې شوي دي.
افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد چې پرون پاکستان ته تللی، د دغه هیواد د پوځ مشر، قمر جاوید بجوا سره یې د افغانستان د سولې بهیر او دغه بهیر کې د اختلافونو حل په اړه خبرې کړي دي.
د مصالحې عالي شورا هیله ښيي چې د دواړو ټیمونو د تماس ډلې راتلونکې اونۍ کې ناستې پیل کړي.
خو دیخوا، افغانستان کې د جګړې اور ژبغړاندې وهي او هره ورځ لسګونه افغانان په دغه اور کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
افغان حکومت وایي طالبانو ته یې د تاوتریخوالي د کمولو وړاندیز کړی او تمه لري چې طالبان دغه وړاندیز ومني.