د پکتیا یو شمیر اوسیدونکي ګیله کوي چې ولسمشر غني درې کاله وړاندې د ګردیز ښار د بالاحصار لرغونې کلا د جوړولو ژمنه کړې وه، خو دا ژمنه تر اوسه نه ده عملي شوې.
د پکتیا اوسیدونکي د تاریخي اثارو جوړولو کې د حکومت پر بې غورۍ نیوکه کوي.
دغه کلا چې د پیړیو تاریخ لري، اوس یې ځیني برخې د زنګیدو او ورکیدو له ګواښ سره مخ دي.
د حافظ الله مبارز او میرویس په نومونو د پکتیا ولایت دوو تنو اوسیدونکو زموږ خبریال خالد ذهین سره خبرو کې له حکومته غوښتنه کړې چې د ولسمشر غني ژمنه عملي کړي او د دغې تاریخي کلا د له منځه تلو مخنیوی وکړي.
بله خوا داسې هم ویل کیږي چې زیات شمیر زورواکو د دغې کلا شاوخوا سیمو کې کورونه اباد کړي دي.
د پکتیا یوه تن مدني فعال، سمیع الله احمدزي ویلي که چیرې د دغو خپلسرو ودانیو د جوړیدو مخنیوی ونشي، نو کیدای شي چې د دغې تاریخي سیمې زیاته برخه ړنګه شي.
د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر، صلاح الدین سلیس هم مني چې د ګردیز ښار تاریخي کلا د ړنګیدو له ګواښ سره مخ ده.
د معلوماتو له مخې، د ګردیز د بالاحصار کلا د هند دروازې په نوم هم یاد شوی او د تاریخ بیلابیلو پېردونو کې د نړۍ مشهور فاتحین له سکندر مقدوني نیولي تر احمد شاه ابدالي پورې، له دغې لارې هند ته تللي دي.
دا په داسې حال کې دي چې ولسمشر غني څو ورځې وړاندې پکتیکا ولایت ته د سفر پرمهال په یوه غونډه کې وویل چې ټول افغانستان یې اباد کړی دی.