د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړی چې له خپل ټاکنیز سیال جوبایډن سره په مجازي مناظره کې ګډون ته تیار ندی.
د امریکا د ټاکنیزو مناظرو چمتو کوونکي کمیسیون د پنج شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ دویمه مناظره به د دموکرات ګوند نوماند جوبایډن سره د په انلان ډول ترسره شي.
د امریکا ولسمشر د دغې پریکړې په غبرګون کې ویلي دي چې دی به په مجازي مناظره کې ګډون ونه کړي.
په پام کې وه چې د جوبایډن او ټرمپ دویمه ټاکنیزه مناظره راتلونکې اوونۍ د پنج شنبې په ورځ د فلوریدا ایالت په میامي ښار کې ترسره شي.
جوبایډن د ټرمپ له لوري د مجازي مناظرې رد په غبرګون کې ویلي دي چې ټرمپ هره ثانیه خپل لیدلوری بدلوي.