په حکومت کې یوې سرچینې یک تلویزیون ته وویل چې د ننګرهار غني خیلو ولسوالۍ او په لغمان ولایت کې پر والي موټربم برید وسله والو طالبانو او حقاني شبکې کړي دي.
سرچینه وایي دوی په دې اړه بشپړ اسناد لري او ژر به یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي.
د ننګرهار ولایت غني خیلو ولسوالۍ کې د تیرې شنبې په ورځ موټربم برید وشو، چې پایله کې یې ۱۸ تنه ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول.
د دې برید ډیری قربانیان ملکي وګړي وو.
همداشان د تیرې دوشنبې په ورځ په لغمان ولایت کې هم د دغه ولایت د والي رحمت الله یارمل د موټرو پر کاروان موټربم برید وشو، چې ۸ تنه پکې ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول.
د دغو دواړو خونړیو بریدونو مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه و اخیستی.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.