د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي افغانستان کې میشت ټول امریکایي ځواکونه باید تر راتلونکو دریو میاشتو پورې یعني د ۲۰۲۱ کال تر رسیدو له افغانستانه و ایستل شي.
ولسمشر ټرمپ دا خبره پرون د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د مرستیالانو تر مناظرې وړاندې په ټویټر لیکلې ده.
دا په داسې حال کې دي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار، رابرټ اوبراین د ټرمپ له ټویټ څو ساعته وړاندې لیکلي و چې افغانستان کې د امریکا ځواکونو شمیر به د ۲۰۲۱ کال په پيل کې ۲۵۰۰ تنو ته ورسیږي.
ښاغلي اوبران ویلي اوس حال کې په افغانستان کې له ۵۰۰۰ کم امریکایي سرتیري میشت دي، کومه شمیره چې د ټرمپ د ولسمشر کیدو پر مهال له ۱۰ زرو زیاته وه.
خو شمیر سیاسي کارپوهان وایي د ټرمپ دا ټویټ یو ټاکنیز کمپاین دی او دومره لنډه موده کې د امریکايي ځواکونو د وتلو امکان نشته.
طالبانو د ټرمپ د دې پریکړې هرکلی کړی دی.
ټرمپ داسې حال کې د ځواکونو د ایستلو خبره کوي، چې د امریکا او طالبانو د هوکړې سره سم، ټول امریکایي ځواکونه باید د ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.
امریکايي ځواکونو ویلي چې د امریکا ځواکونو وتل به د هوکړې عملي کیدو او افغانستان کې شرایطو پورې تړلي وي.