د هیواد لومړۍ میرمن رولا غني وايي افغانستان کې د میرمنو د لاسته راوړنو له لاسه ورکول، د سولې د راتلو قیمت نه دی.
میرمن غني د جمهوریت مذاکراتي ټیم کې د میرمنو حضور ته په اشارې سره ویلي په سیاسي چارو او د پریکړې نیونې پرمهال د میرنو د ونډې غښتلي کیدل، د افغانستان د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.
هغې د میرمنو څلورمې نړیوالې ناستې ۲۵مه کلیزه کې د خبرو پرمهال د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو کې د میرمنو لاسته راوړنو پر ساتنې ټینګار کړی دی.
میرمن غني ویلي: “د سولې مرکچي پلاوي کې د څلور میرمنو او همداشان د مصالحې عالي شورا کې د ۵۰ میرمنو ګډون د سولې بهیر کې د ښځو د رغنده رول ښکارندويي کوي. سوله به ممکن یو اوږدمهاله بهیر وي، خو دولت دا روښانه کړې چې د سولې قیمت به د افغانستان میرمنې نه وي. سوله به هغه مهال دوامداره وي چې د ښځو حقونه پکې خوندي وي.”
قطر کې د سولې خبرو پیلیدو سره د افغانستان یو شمیر میرمنې دغو خبرو کې د خپلو حقونو او لاسته راوړنو له لاسه وتلو ته اندیښمنې دي.