وسله والو طالبانو د زابل شهر صفا ولسوالۍ ته نږدې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی او شپږ تنه سرتیري یې وژلي دي.
دا پيښه تیره شپه شهر صفا ولسوالۍ ته څیرمه مانده پوسته کې شوې ده.
یوې ځایي سرچینې ویلي چې طالبانو د سرتیرو تر وژلو وروسته د پوستې ټولې وسلې او مهمات له ځان سره وړي دي.
د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خپلمنځي خبرو تر پيلیدو وروسته تمه وه چې تاوتریخوالی به کم شی، خو لیدل کیږي چې طالبانو خپلو بریدونه نور هم زیات کړي دي.