د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، حنیف اتمر وایي ولسمشر غني د جمهوریت مذاکراتي ټیم ته بشپړ واک ورکړی او د دوی پر وړتیاوو باور لري.
حنیف اتمر دا څرګندونې نن سه شنبه په قطر کې د یوې خبري ناستې پرمهال کړي دي.
ښاغلي اتمر همداشان وویل چې ولسمشر غني په خپلو لیدنو کې ټینګار کړی چې هیڅ بهرنی هیواد باید د افغانستان د سولې خبرو کې مداخله وکړي.
د اتمر په وینا د جمهوریت مذاکراتي ټیم موخه داده چې د خبرو پيلیدو کړنلاره کې دوه د اختلاف ټکي حل کړي، ترڅو پر اوربند او نورو اساسي موضوع ګانو باندې خبرې پيل شي.
اتمر له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ټوله له قطري چارواکو وغوښتل چې افغانستان سره د سولې خبرو بریا کې همکاري وکړي.
هغه همداشان وویل دوی د تاوتریخوالی کمیدو لپاره یوې هوکړې او د دې هوکړې څارنې لپاره میکانیز باندې ټينګار کوي.
ولسمشر غني او ورسره لوړپوړی دولتی پلاوی پرون دوشنبه کویټ او له هغه وروسته قطر ته لاړ.
ولسمشر دغه سفر کې د قطر امیر او زلمي خلیلزاد سره ناستې کړي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي خلیلزاد سره د ولسمشر لیدنه کې افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمیدو ټینګار شوی دی.
زلمي خلیلزاد هم په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندیښنې وړ بللې او زیاته کړې یې ده چې دغو تاوتریخوالو کې هره ورځ زیات شمیر افغانان وژل کیږي.