افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ټینګار کړی چې افغانان باید اجازه ورنه کړي چې سولې ته رامنځته شوی فرصت له لاسه ووځي.
خلیلزاد نن سه شنبه په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې هغه او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال سکاټ مېلر قطر کې له ولسمشر غني سره لیدنه کې د افغانستان پر سولې خبرې کړې دي.
خلیلزاد وړاندې لیکلي: “جنرال میلر او ما افغانستان سره د امریکا ملاتړ، زموږ شراکت، او د سولې پر داسې یوه بهیر چې یو سیاسي جوړجاړی او د څو لسیزو د جګړې پایله رامنځته کړي، ټینګار وکړ. ما ولسمشر ته وویل چې افغانان باید پرې نږدي چې د سولې دغه فرصت له لاسه ووځي”
خلیلزاد په افغانستان کې روان تاوتریخوالی هم د اندیښنې وړ بللې او زیاته کړې یې ده چې دغو تاوتریخوالو کې هره ورځ زیات شمیر افغانان وژل کیږي.
هغه لیکلي: “تاوتریخوالی ډیر لوړ دی او ډیر شمیر افغانان وژل کیږي. موږ په تاوتریخوالي کې د پام وړ کمښت باندې ټینګار کوو چې پایله یې هراړخیز او تلپاتی اوربند وي. په تاوتریخوالي کې د پام وړ کمښت به د خلکو ژوند وژغوري؛ باورونه به ډیر؛ د سولې ملاتړ ته به پراختیا؛ او له مرکچي ډلو سره به مرسته وکړي چې چټک پرمختګ وکړي.”
د خلیلزاد په وینا امریکا د یوه داسې بهیر ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.
بله خوا د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست، حنیف اتمر قطر کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل دوی د تاوتریخوالی کمیدو لپاره یوې هوکړې او د دې هوکړې څارنې لپاره میکانیز باندې ټينګار کوي.
ولسمشر غني پرون دوشنبه د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په سر کې قطر ته تللی دی او نن یې د قطر امیر شیخ تمیم حمدبن ال ثاني سره وکتل
ارګ وایي دواړو مشرانو د افغانستان او قطر د اړیکو د لا پراختیا، اقتصادي همکاریو او سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.