رویټرز خبري اژانس په یوه رپوټ کې لیکلي چې قطر کې د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې خبرو پر اصولو هوکړه شوې ده.
دغې سرچینې ویلي چې امریکایي چارواکو له مذاکراتي ټیمونو سره همکاري کړې او پرون دوشنبه یې پر ۱۹ اصولو سلا کړې ده.
دریو رسمي سرچینو رویټرز ته ویلي چې دوی د امریکایي چارواکو په همکارۍ د خبرو د دوام اصول منلي، چې له مخې یې د مذاکراتو د بندښت مخه ونیول شي.
یوې غربي سرچیني ویلي د حکومت او طالب پلاوو ترمنځ دوه اختلافي ټکي شاته پریښودل شوي او اوس ویل شوي چې اوس د اجنډا پر جوړولو کار پیل شي او پر دوو اختلافو موضوع ګانو دې د خبرو په جریان کې بحث وشي.
تردې وړاندې داسې ویل کیدل چې د د مذاکراتو مذهبي او سیاسي بنسټ پر سر اختلاف رامنځته شوی دی.
طالبانو ویلي د دوی او امریکا ترمنځ د قطر شوې هوکړه او حنفي مذهب باید د خبرو د پيل اساس وټاکل شي، کوم څه چې حکومتي لوري ورسره مخالفت ښودلی و.
د دولت مذاکراتي پلاوي ویلي د سولې مذاکراتو د کړنلارې د وروستي کېدو په اړه د رویټرز خبري آژانس لهخوا خپور شوی خبر ناسم دی.
قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي غړې، حبیبه سرابي هم نن یک تلویزیون سره په خبرو کې دا خبر رد کړ.
قطر کې د افغانستان د جګړې ختمولو لپاره بین الافغاني خبرې څه باندې درې اونۍ وړاندې پيل شوې.