د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وایي له دې وروسته به هغه هوایي شرکتونه جریمه شي چې له موجه دلایلو پرته یې پروازونو کې ځنډ رامنځته کیږي.
د هوايي چلند اداره وایي که چیرې د هوایي شرکتونو د الوتکو پروازونه له ټاکل شوې نیټې نیم ساعت وځنډیږي، تر ۱۰۰زرو افغانیو پورې جریمه ترې اخیستل کیږي.
د ملکي هوایي چلند ادارې د نوې کړنلارې پر بنسټ، به هغه پروازونه لغوه شي، چې له پنځو ساعتونو زیات ځنډ پکې راشي او شرکت اړ دی چې مسافر مناسب ځای ته لیږدوی او بدیله الوتکه ورته وټاکي.
دا په داسې حال کې دي چې له دې وړاندې په کراتو د کابل هوایي ډګر کې د پروازونو ځنډیدو له امله اعتراضونه شوي دي.
یو شمیر مسافر وایي دوی په ټاکل شوې نیټې او وخت هوایي ډګر ته ورځي، خو پروازونه کله تر دریو ساعتونو هم ځنډیږي.
دا ځنډ د داخلي پروازونو په پرتله بهرنیو پروازونو کې زیات لیدل شوی دی.