د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي د روان زیږدیز کال لومړنیو شپږو میاشتو کې ۵۳۳ تنه ملکی وګړي په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.
د بشر د کمیسیون په وینا دې بریدونو کې له ۴۰۰ زیات نور ملکي افغانان ټپیان شوي دي.
دغه بنسټ وایي یواځې په کندهار ولایت کې د روان لمریز کال د سلواغې له دیرشمې د وږې تر دیرشمې د اوو میرمنو په ګډون ۱۱۲ تنه ملکیان وژل شوي دي.
دغه ولایت کې ۷۲ نور کسان په ورته بریدونو کې ټپیان شوي دي.
د بشر د حقونو کمیسیون د خونړیو بریدونو ترسره کول د سولې د روانو خبرو د اصولو خلاف بولي او د جګړې له غاړو غواړي چې تاوتریخوالی ودروي او د خلکو ژوند ته درناوی وکړي.
افغان دولت د ملکیانو د مرګ ژوبلې پړه پر وسله والو طالبانو ور اچوي.
کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې طالبانو په تیرو شپږو میاشتو کې ۱۲۰۷ تنه ملکی وګړي وژلي او ۲۲۹۳ نور یې ټپیان کړي دي.