د لغمان د والي رحمت الله یارمل د موټر پر کتار چاودنه وشوه.
د لغمان د والي ویاند، اسدالله دولتزي یک تلویزیون ته وویل چې دا چاودنه نن دوشنبه سهار شاوخوا لس بجې هغه مهال وشوه، چې ښاغلی یارمل خپل دفتر ته پر لاره و.
د والي ویاند وایي په دې پيښه کې والي ته زیان نه دی رسیدلی، خو ۸ نور کسان پکې وژل شوي او ۲۸ ټپیان دي.
په وژل شوو کسانو کې ۴ ملکیان او ۴ سرتیري دي.
کورنیو چارو وزارت هم منلي چې دې پيښه کې د والي ۴ ساتونکي او ۴ ملکیان وژل شوي او د والي دوه ساتونکي او ۲۸ ملکیان ټپیان شوي دي.